په هوايي برید کې ماشومان او ماین ښخوونکي وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:31 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

دهلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې تېره ورځ دناټوځواکونو په یوه هوایي برید کې دوه ماین ښخوونکي او درې کوچنیان وژل شوي دي .

د دغه ولایت دپولیسو ویاند فریداحمد فرهنګ وایي چې دغه برید تېره ورځ دناوې ولسوالۍ دګودر په سیمه کې هغه مهال وشو چې ایساف ځواکونو دوتنه ماین ښخوونکې په نښه کړل.

دفرهنګ په خبره، په دې سیمه کې کوچنیان د اغزیو په راټولو بوخت وو، چې په دغه برید کې ووژل شول.

چارواکي وایي چې په وژل شویو کوچنیانو کې دوه هلکان او یوه نجلۍ شامل دي.

د هلمند د والي وياند احمد ځيرك له دې مخکې په دغه بريد كې يوازې د دوتنوماين ښخوونكود وژل كېدوپخلى کړی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .