د هندوستان د بحري پوځ هیلیکوپتر غورځېدلی

د خپريدو وخت: 09:54 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

د هندوستان په ګوا ایالت کې د دغه هېواد د بحري پوځ اړوند یو هیلیکوپتر غورځېدلی، چې په کې دوه تنه پیلوټان وژل شوي دي.

د هندوستاني خبري اژانس پریس ټرسټ اف انډیا په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه پېښه ډبلیویم هوايي ډګر ته څېرمه شوي ده.

دهندوستان د بحري پوځ په خبره په هیلیکوپتر کې یو لامبووهونکی هم ناست و، چې په دې پېښه کې وژل شوی دی.

دغه چیتک ډوله هیلیکوپترله له ممبۍ نه بنګلور ته پر لاره و، چې په ګواه کې د تېلو اخېستو لپاره د کوزېدو پر مهال وغورځېد.

هندي مقامات وايي د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .