ګوانتامو کې دخالد الشیخ محاکمه پیل شوه

د خپريدو وخت: 05:09 گرینویچ - سه شنبه 16 اکتوبر 2012 - 25 تله 1391

په امريکا د ستمبر د بريدونو طراح خالد شيخ محمد د محاکمې لړۍ نن په گوانتانامو کې پيل شوه.

ده سره څلور نور تورن هم د ځانگړې محکمې په وړاندې ودرېدل.

د بشري حقونو څارونکو به مخکې په دا ډول محاکمو له دې امله نيوکه کړې وه چې د شکنجې له لارې ترلاسه شوي اعترافونه په کې کارول کيږي، خو دولتي څارنوال وايي چې د شکنجې له لارې شواهد به په دې محاکمې کې نه کارول کيږي.

خالد شيخ محمد او په ملگرو يې د ستمبر د بريدونو طرحه کولو تور دى که چېرې په هغوی تورونه ثابتيږي د اعدام سزا سره هم مخامخ کېدى شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .