د اروپايي ټولنې روغتیايي مشر استعفا وکړه

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

د اروپايي ټولنې تر ټولو لوى روغتيايي چارواکي جان دالي وروسته له هغې استعفا وکړه چې نوموړى د تنباکو په تړاو پر يوۀ جوړيدونکي قانون د اغيز شيندلو له هڅو سره وتړل شو.

د تنباکو يوه سويډني شرکت شکايت کړى و چې د مالتا يوه سوداگر له ښاغلي دالي سره چې هغه هم له مالتا نه دى له خپلې پيژندگلوۍ نه د گټه پورته کولو هڅه کړې.

خو د اروپايي ټولنې د فساد ضد چارواکو د ددغې ټولنې د روغتيايي کمشنر پر ضد پاخه شواهد ونه موندل.

ښاغلي دالي دا تورونه رد کړي او وايي د خپل عزت د خوندي ساتلو لپاره يې استعفا کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .