ایساف د ۳ ماشومانو پر وژنې خواشيني وښوده

د خپريدو وخت: 07:13 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

په افغانستان کې مېشتو نړېوالو ځواکونو د دريو ولسي افغانانو پر وژنې خواشيني څرگنده کړې چې د رپوټونو له مخې ماشومان وو. دغه وگړي د افغانستان په سويل کې د مخالفو وسله والو پر ضد د عملياتو پر مهال وژل شوي.

آيساف په خپله وينا پاڼه کې وايي د دغې پېښې پړه په بشپړه توگه مني چې تېره يکشنبه په هلمند کې پيښه شوه.

د پيښې پر مهال افغان چارواکو ويلي وو چې د شکمنو طالبانو پرضد چې غوښتل يې د سړک غاړې چاوديدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي په عملياتو کې درې ماشومان وژل شوي وو چې دوه يې هلکان او يوه يې نجلۍ وه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .