"رواندا او یوګاندا د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي"

د خپريدو وخت: 15:27 گرینویچ - چارشنبه 17 اکتوبر 2012 - 26 تله 1391

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یو پلاوی وايي رواندا او یوګاندا د کانګو جمهوریت په ختیځ کې د مخالفو وسله والو ملاتړ کوي.

رویټرز خبري آژانس وايي دغه رپوټ یې په بشپړه توګه لیدلی چې په کې راغلي د روانډا د دفاع وزیر د ایم ۲۳ ډلې یاغیانو ته د قوماندې ورکولو په برخه کې تر اغیزې لاندې دی.

رواندا او یوګاندا دواړه د کانګو په ختیځ کې د یاغیانو له ملاتړ انکار کوي.

د یوګندا د بهرنیو چارو وزیر هنری اوکېلو اوریم د دغه راپور غندنه وکړه.

ښاغلي وزیر زیاته کړه زه حیران او خواشینی شوی یم. زه یوازې ویلی شم چې دا چټیات دي، دا د شرم وړ خبر ده. په راپور کې باید کره شواهد راوړل شي چې د یوګندا لاسوهنه وښيي په ځانګړې توګه د هغو کسانو نومونه چې په راپور کې یاد شوي دي. موږ د انکار نه منونکو شواهدو غوښتونکي یو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .