لیبیا:ملېشه ځواکونو پر بني ولید ښارګوټي ډزې کړي

د خپريدو وخت: 07:20 گرینویچ - پنجشنبه 18 اکتوبر 2012 - 27 تله 1391

له ليبيا نه راپورونه وايي ملېشو پر بني وليد ښارګوټي ډزې کړې، او لږترلږه ۵ کسان يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

دغه ښارګوټی له هغو ورستيو ځايونو څخه یو و، چې ياغيانو ته تسليم شي.

ياغيانو يو کال وړاندې د ډګروال قذافي نظام وپرځاوه. يو ځايي جنګيالی چې له بني وليد دفاع کوي، وايي، چې له دريو خواوو پرې ډزې شوې دي.

راپورونه وايي بريدګر پخواني ياغيان دي، چې اوس له پوځ سره تړلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .