بلخ کې د ماین چاودنې له امله ملکي کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 09:46 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

امنیتي چاروکي وايي، د افغانستان په شمالي لایت بلخ کې د ماین چاودنې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژلي، چې ډیر یې ښځې او ماشومان دي.

دغه چاودنه هغه مهال په دولت اباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه، چې یو فلاینګ کوچ ډوله ګاډی په سړک کې پر خښ کړل شوي ماین وربرابر شو.

په دغه ګاډی کې واده ته تلونکې ښځې او ماشومان ناست وو.

د بلخ دامنیې قومندانۍ ویاند شیرجان دوراني بي بي سي ته وویل، چې په سړک کې خښ کړای شوی ماین د دولت وسله والو مخالفینو نصب کړی و. د دې پېښې نور جزیات به څو شیبې وروسته په همدې پاڼه کې خپاره شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .