د پنجاب د لومړي وزیر زوم خوشی شو

د خپريدو وخت: 06:02 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

د پاکستان په پنجاب ایالت کې ځايي محکمې د بیکرۍ (قلچه پلورنځي) له ساتونکي سره د زور زیاتي په قضیه کې د ایالتي لومړي وزیر شهباز شریف زوم د ضمانت په بدل کې خوشی کړ.

محکمې عمران یوسف د ۵۰ زره کالدارو ضمانت په بدل کې خوشی کړ.

عمران یوسف د چهار شنبې په ورځ هغه مهال ونیول شو، چې د بیکري له ساتونکي سره د زور زیاتي د قضیې په لړ کې د ځان سپیناوي لپاره د پولیسو مرکز ته ورغی.

د شهباز شریف پر زوم عمران یوسف تور دی چې د ده ساتونکو پولیسو د لاهور ښار په ډیفینس کالوني سیمه کې د یوې بیکري ساتونکی هغه مهال وډباوه، چې هغه د عمران یوسف د مېرمنې لپاره چې بیکري ته د کیک رانیولو لپاره ورغلې وه د بیکرۍ له پرانېستلو انکار وکړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .