یمن کې پر پوځي مرکز برید شوی

د خپريدو وخت: 07:57 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

یمن کې پوځي مقامات وايي، د دغه هېواد په جنوب کې پر یوې پوځي اډې برید شوی، چې ویل کیږي لږ تر لږه ۹ عسکر په کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي له باروتو ډک ګاډی د اډې مخې ته وچاودېد او له هغه وروسته سخت دریځو پر اډه برید وکړ.

د برتانوي خبري اژانس رویټرز په رپوټ کې ویل شوي، چې د ادعا له مخې په دغه برید کې امنیتي ځواکونو د القاعده اړوند ۱۱ جنګیالي وژلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .