اروپا کې د بانکونو څارونکی جوړېږي

د خپريدو وخت: 16:40 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

په بروکسل کې د یورو زون مشرانو هوکړه کړې، چې د اروپا مرکزي بانک دې په یورو کاروونکو هېوادونو کې د بانکونو د یوه واحد څارونکي ونډه ولوبوي.

د دغې هوکړې له مخې، چې جمعه (اکتوبر/۱۹ مه) شوې شاوخوا ۶۰۰۰ بانکونه به د یوه واحد څارونکي بنسټ له لوري د څآرنې چارې راتلونکی کال پیل کړي.

دا غونډه په اورپا کې د مالي کړکیچ د پای ته رسولو لپاره د سرمشریزو تر ټولو وروستۍ هغه ده چې، د پریکړې د پلې کېدو پر سر یې د فرانسې او جرمني ترمنځ ژور اختلافات هم راپورته کړي دي.

په بروکسل کې د اورپايي شورا مشر، هیرمن وان رامپوی خبریالانو ته د خبرو پر مهال په دغه غونډه کې پر شویو موضاعاتو بحثونه داسې بیان کړل:

"زه به د هغو پرمختګونو لنډ مالومات درکړم، چې په اروپایي شورا کې شوې دي. موږ لومړی په اروپا کې د هغه سیاسي پرمختګونو په اړه خبرې وکړې، چې اوس د اروپا په پارلمان کې شوي دي. ډېری ملګرو اورپايي ټولنې ته د سولې د نوبل جایزې پر ورکول هم خبرې وکړې او هغه یې د اورپايي ټولنې د تېرو لاسته را وړنو درناوی او د راتلونکې لپاره د دغې ټولنې هڅونه وبلله".

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .