بنګله دیش ۷۲۳ سرحدي ساتونکي د بلوا په تور نیولي

د خپريدو وخت: 05:31 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

بنگلديش کې يوې محکمې اوه سوه درويشت سرحدي ساتونکي د٢٠٠٩ کال په بلوا کې د ونډې اخيستنې له کبله زندان کې اچولي دي.

دغه حکم، د پوځ له لوري د ډله ييزو محکمو د لړۍ يوه وروستۍ کړۍ وه.

د هغه بلوا له کبله چې د ټيټې رتبې په زرگونو عسکر د خپلو افسرانو په وړاندې پورته شوي وو ، تراوسه پورې شپږزره عسکر زنداني شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې پردغومحکمونيوکه کړې او ويلي يې دي چې يوشميرشکمن کسان د بند پرمهال مړه شوي او ځینې نور وهل ټکول شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .