بوکو حرام ډله په نورو وژنو تورنه شوه

د خپريدو وخت: 05:30 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

په نايجريا کې پوليس وايي د بوکو حرام د اسلامپالې ډلې شکمنو اورپکو د پوتيسکم په شمال ختيځ ښارکې نورې وژنې کړي دي.

د گمرک د يوه مشر او د پوليسو د يوه پخواني افسر په گډون د شنبې په ورځ دغلته اوه کسان ووژل شول.

دغه وژنې د پوتيسکم په ښار کې د وروستي تاوتريخوالي شمېر ۳۰ تنو ته رسولى دى.

نايجريا کې د بي بي سي خبريال وايي په بې ساري توگه په ښار کې تاوتريخوالي ډېر شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .