اردن وايي یوه لویه دسیسه یې شنډه کړې ده

د خپريدو وخت: 06:48 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

اردن وايي يوه لويه دسيسه يې شنډه کړې او حکومتي تلويزيون خبر ورکړی چې په دې تړاو امنيتي ځواکونو يوولس مشکوک کسان نيولي دي.

اردني چارواکي وايي دغو کسانو چې په باور يې له القاعده سره یې اړيکې لرلې پلان درلود چې مارکېټونو، د اوسېدو په سيمو، دپلوماتانو او بهرنيانو همغږي بريدونه وکړي.

د تلويزيون خبر وايي دسيسه کوونکو نيت لاره چې له سوريې نه اردن ته وسلې او چاودېدونکي توکي یوسي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .