زرداري وايي اوس د اورپکو ضد عملیات ممکن نه دي

د خپريدو وخت: 06:43 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي، چې د ټاکنو په رانژدې کېدا سره په دغه هېواد کې د اورپکو پرضد د پوځي عملیاتو پیلول ناممکن دي.

نوموړي ویلي، د عملیاتو تر پیل وړاندې باید په هېواد کې د عملیاتو پرضد د خلکو عمومي نظر وغوښتل شي.

هغه دا هم ویلي چې ټاکنو ته په نژدې کېدا سره، سیاسي ګوندونه اوس پر خپلو ټاکنیزو هلو ځلو بوخت دي او د عملیاتو په تړاو د ټولو متفقه رایه نه شي اخیستل کېدی.

اصف علي زرداري ویلي دا چې اوس له افغانستانه د امریکايي او ملګرو ځواکونه یې له دغه هېوادته وتلو ته چمتووالی نیسي، شاید په سیمه کې د عملیاتو په پیلولو سره تاوتریخوالی لا ډېر شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .