امریکا د بیروت چاودنې پلټنه کې مرسته کوي

د خپريدو وخت: 06:47 گرینویچ - دوشنبه 22 اکتوبر 2012 - 01 لړم 1391

امريکا وايي دوی به د لبنان له حکومت سره په بېروت کې د جمعې د ورځې موټر بم چاودنې د پلټنو په برخه کې چې په ترڅ کي يې د دغه هېواد د ملي امنيت مشر وسام الحسن ووژل شو، مرسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې دغه خبرې د لېبنان له ولسمشر نجيب ميقاتي سره د دغه بريد د غندنې په ترڅ کې پر ټيلفون کړي دي.

وسام الحسن د سوريې د ولسمشر بشارالاسد سرسخته منتقد وو.

د لېبنان مخالفينو د دغه بريد تر شا د سوريې لاس لرل غندلي او پر ولسمشر ميقاتي يې له دې امله کلکې نيوکې کړي چې د دغه بريد مخه يې نه ده نيولې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .