بي بي سي مشرتابه د رپوټ خپرېدو مخه نه ده نیولې

د خپريدو وخت: 04:58 گرینویچ - چارشنبه 24 اکتوبر 2012 - 03 لړم 1391

د بي بي سي مشر جارج انتوسیل هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکي د بي بي سي مشرتابه د هغه ټیلویزوني رپوټ د خپرېدو مخه نېولې، چې د دې ادارې د یوه پخواني کارکونکي له خوا پر ماشومانو د جنسي تېري کولو په اړه و.

نوموړي د برتانوي پارلمان د فرهنګي کمیټۍ په وړاندې هغو پوښتنو ته ځواب وایه، چې څنګه د بي بي سي د یوې خپرونې پخواني کوربه جیمي سویل تر څو لسیزو پورې پر ماشومانو جنسي تېری کاوه او ولي بي بي سي هغه رپوټ خپور نه کړ، چې پر نوموړي د لګېدلو تورونو په اړه و.

د ښاغلي انتوسیل په خبره د یاد رپوټ د نه خپرولو پرېکړه د یوه ایډیټر له خوا په یوازې سر شوې وه، چې باید داسې نه وای شوي.

ده وویل له ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه اخېستل د بي بي سي د باوريتوب په اړه پوښتنې راپورته کړې او دی یې له وحشت سره مخامخ کړی..

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .