پرغزې د اسراییلبو برید کې دوه تنه وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:56 گرینویچ - چارشنبه 24 اکتوبر 2012 - 03 لړم 1391

پر غزې د اسرایيلو په يوه هوايي بريد کې د حماس دوه غړي وژل شوي او څو نور ټپیان دي.


د اسراييلو پوځ وايي دا کسان ېې داسې مهال په نښه کړي دي چې په اسرايلو ېې توغنديو ويشتلو ته چمتو والى نيولی وو.
تر بريد څو ساعته مخکې د قطر امير غزې ته خپل سفر بشپړ کړ.


پنځه کاله وړاندې په غزې کې د حماس لخوا د واک د ترلاسه کولو وروسته دا دې سيمې ته د يو هېواد د مشر لومړنى سفر وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .