اسراییلو پر سوداني چارواکو د ترهګرۍ تور لګولی

د خپريدو وخت: 06:58 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391

لوړ پوړو اسراييلي چارواکو پر سوډان تور لګولی چې په افريقا او منځني ختيځ کې اورپکو ته د ايراني وسلو د لېږد د يوه مرکز په توګه کار کوي.

د اسراييلو مرستيال لومړي وزير سوډان د ترهګرۍ خپرولو يوه اډه بللې ده.

اسراييلي چارواکي دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې سوډان په خرطوم کې د وسلو په يوه فابريکه کې د چاودنې پړه پر اسراييلو واچوله او ويې ويل چې له هوا نه يې پرې بمباري کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .