ایران ته د اروپايي ټولنې د ډلې سفر وځنډېډ

د خپريدو وخت: 20:17 گرینویچ - شنبه‬ 27 اکتوبر 2012 - 06 لړم 1391

ایران ته د اروپایې هېوادونو د پارلمان د غړو د یوې ډلې سفر وروسته له هغه وځنډېد چې دغې ډلې د هغو دوو ایراني وګړو سره د لیدو غوښتنه وکړه چې د اروپایې ټولنې له خوا یې د بشري حقونو جایزې تر لاسه کړې وه.

نسرین ستوده او جعفر پناهي ته د جمعې پّه ورځ د بشري حقونو په اړه جایزې ورکړل شوي وې.

ټاکل شوې وه چې دغه ډله د شنبې په ورځ (اکتوبر/۲۷) تهران ته ورسېږي خو د اروپایي پارلمان یوه غړي ویلي چې د دې غوښتنې وروسته ایران دا پلان لغوه کړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .