کاناډا کې د ریکټر په کچه ۷،۷ درجې زلزله شوې

د خپريدو وخت: 10:12 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د کاناډا په لویدیځ د کیوین چارلاټ په ټاپو کې د ریکتر په کچه اووه اعشاریه اووه درجې زلزله شوې ده.

تر زلزلې وروسته یو شمېر نور ټکانونه هم شوي دي. د ۱۰ سانتي مترو په اندازه یوې کوچنۍ سونامي د الاسکا څنډې ځپلي.
په هاوای کې هم د یوې سونامي رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړل شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .