کراچۍ: د کیمیاوي موادو فابریکه کې اور لګېدلی

د خپريدو وخت: 12:34 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کیماوي موادو په یوه فابریکه کې اور لګېدلی، چې د ځايي چارواکو په وینا تر اوسه پورې (د اکتوبر ۲۸ مازدیګر) نه دی کابو شوی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې اور د یکشنبې په سهار ولګید او وروسته فابریکې ته څېرمه د غلې دانې زېرمتون ته هم خپور شو.

ویل کیږي چې د اور وژنې کارکوونکي د اور وژلو هڅه کوي. په رپوټ کې د کراچۍ اطفایې د یوه چارواکي له قوله ویل شوي، چې د اور لګېدنې وجه معلومه نه ده او تر اوسه پورې د لګېدلي اور له امله د اوښتي زیان په اړه هم معلومات نه دي تر لاسه شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .