کاکاصاحب زیارت ته څېرمه بمي چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 12:46 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د خېبر پښتونخوا ایالت نوښار سیمه کې د کاکا صاحب زیارت ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د کاکا صاحب زیارت له نوښار نه ۱۵ کیلو متره لرې دی او هلته خلک د اختر په مناسبت د میلې لپاره راټول شوي وو.

د ځايي پولیسو په خبره د بم چاودنې پر مهال په دغه ځای کې زیات شمېر خلک موجود وو.

پولیس وايي بم په یوه سایکل کې نصب شوی وو او د ټایمر( د وخت ټاکلو اله) په وسیله وچاودید.

لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي، چې د نوښار روغتون ته لېږدول شوي دي. پروسږ کال هم په دغه زیارت کې چاودنه شوې وه، چې مسوولیت یې وسله والو طالبانو منلی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .