اسپانیا کې لګښتونو کې د لږوالي په ضد مظاهرې

د خپريدو وخت: 03:59 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

اسپاینا کې سلهاوو زره خلکو د راتلونکي کال په بودیجه کې د حکومت له خوا د سختو اقداماتو په پام کې نیولو په ضد مظاهرې وکړې.

پلازمېنه مډریډ کې د خلکو یوې لویې ډلې د دغه هېواد د پارلمان پر لور لاریون وکړ، خو د اړودوړ ضد پولیسو د پارلمان ودانۍ ته د مظاهره کوونکو د رسېدو مخه ونیوله.

له دې مخکې شاوخوا درې زره پولیس افسرانو د خپلو امکاناتو د لږوالي په ضد ځانګړې مظاهره وکړه.

د دغه هېواد له بارسلونا او والنسیا ښارونو څخه هم د احتجاجي غونډو رپوټونه ورکړل شوي دي.

په مډریډ کې مظاهره کونکي تر یوې دقیقې پورې د پارلمان مخې ته پټه خوله ولاړ وو.

د اسپانیا حکومت هڅه کوي له اروپایې اتحادیې نه د مالي مرستو اخېستو پر ځای د راتلونکي کال په بودیجه کې د ۳۹ بلیون یورو(۵۰ بلیونه ډالر) سپما وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .