د نایجریا په یوه کلیسا کې چاودنه شوې

د خپريدو وخت: 22:17 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د نایجریا په شمال د کادونا ښارګوټي کې په یوې کلیسا کې درنه چاودنه شوې ده.

له سیمې څخه د بي بي سي خبریال وايي چاودنه یوه ځانمرګي رامنځ ته کړې چې جیپ موټر یې د کلیسا له دېوال سره وجنګاوه.

د پېښې له ځای سره نژدې ودانۍ ویجاړې شوي دي.

د کلیسا یوه چارواکي وویل په پېښه کې څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د زیاتره ورته بریدونو پړه د بوکو حرام پر اسلام پالې ډلې ور اچول کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .