اوکرايین کې نوي پارلمان ته اچول کېږي

د خپريدو وخت: 22:18 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

په اوکرايین کې خلک د نوي پارلمان د غوراوي په ټاکنو کې رايه ورکوي.

د ولسمشر وېکټور يانوکوېچ د سيمې ګوند په نامه واکمن ګوند وايي دوی خپل ټاټوبي ته ثبات وربخښلی دی.

د دوی پر وړاندې لويه ننګونه د مخالفانو بندي مشرې يوليا ټيموشېنکو د پلرنۍ خاورې ګوند له لوري ده.

د دغه ګوند مشرې خپل سيال د ډېکټاټورۍ پر ټينګونې تورن کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .