سوريه کې د ياغيانو پر مرکزونو بريدونه شوي

د خپريدو وخت: 20:34 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

د سوريې هوايي ځواک د ياغيانو پر مرکزونو بريدونه کړي او مخالف فعالين وايي دا له هغه راهيسې چې د دې کال په لومړيو کې حکومت د هوايي ځواک کارول پيل کړي تر ټولو سخت هوايي ګوزارونه دي.

دوی وايي د دوشنبې په سهار يوازې په دریو ساعتونو کې ۳۴ هوايي بريدونه شوي دي.

د سوريې لپاره نړېوال استازي اخضر ابراهيمي ويلي په ملکي ځايونو کې چاودنې ترهګريزې کړنې دي.

ده وويل په سوريه کې شخړې کورنۍ جګړه ده، سره له دې چې په جګړه کې ښکېلې غاړې دا ردوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .