بهاولپور ته نژدې ټکر ۲۴ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 08:48 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

د پاکستان بهاولپور ته څېرمه په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي دي.

حکومتي تلوېزیون ویلي، پېښه داسې مهال رامنځ ته شوه، چې له بهاولپور څخه ختيځ احمد پور ته یو مسافر وړونکی ګاډی ټکر شو.

په پېښه کې لس کسان ټپیان شوي هم دي، چې د بهاولپور وکټوریا روغتون ته وړل شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .