سوري ځوکونو تر ۶۰ ډېر هوايي بریدونه کړي

د خپريدو وخت: 09:58 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

د سوريې حکو مت مخالفي فعالين وايي حکو مت د روان کال له پيله چې د هوايي ځواک کارول يې پيل کړي تر ټولو قوي بمبارد کړي.

مخالفه ډله- د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله- وايي حکومت په سوريه کې له ٦٠ زيات هوايي بريدونه وکړل.

او له بل پلوه د حکو مت تر کنټرول لاندې مطبوعاتو رپورت ورکړى چې په دوه موټر بممونو کې لږ تر لږه لس تنه وژل سوي دي .

وړاندې سوريې لپاره د م م ځانگړي استازي اخدر ابراهيمي ويلي وه چې د اختر په شپو ورځو کې اوربند لپاره دده په غوښتنه عمل ندى شوى او ده د سوريې لانجه اوس يوه کورنۍ جگړه نومولې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .