هلمند: دوه برتانوي پوځیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 04:28 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

د برتانیا د دفاع وزارت چارواکو ومنله چې د هلمند په نهرسراج سیمه کې یوه سړي چې د افغان ملي پولیسو دریشې یې اغوستې وه، دوه برتانوي سرتېري په ډزو وژلي دي.

ویل کیږي، چې د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د دوی د وژل کېدو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

سږ کال په افغانستان کې له ټولو وژل شویو ۴۳ برتانوي سرتېرو څخه ۱۱ تنه یې د خپلو افغان ملګرو له خوا وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .