هلمند کې د ماینونو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 10:50 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

نن سهار شاوخوا ۹ بجې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملکي خلکو یو سراچه ډوله ګاډی په ماین ختلی، چې له امله یې ۱۰ ملکي کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ د دې پېښې د تایید تر څنګ وايي، چې د همدې ولسوالۍ په کونجک سیمه کې نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې د ماین په یوه بله چاودنه کې پر یوه موټر سایکل له سپرو ۵ کسانو څخه یو ماشوم وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون یوه ښځه او یو سړی ټپیان دي.

د دواړو پېښو ټپیان روغتون ته رسول شوي دي او د حالت په اړه یې کره معلومات نه دي ورکړل شوي. د پېښو مسوولیت تر اوسه پورې چا په غاړه نه دی اخېستی، خو چارواکي وايي دغه ماینونه وسله والو طالبانو خښ کړي و، چې ملکي کسان يې ښکار شوو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .