سعودي عربستان کې د یوه واده ۲۵ ګډونوال وژل شوي

د خپريدو وخت: 11:03 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

د سعودي عربستان په ختيځ کې د يوه واده په مراسمو کې د اور لګېدو له امله ۲۵ کسه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. چارواکي وايي ټول وژل شوی کسان ښځې او ماشومان دي.

د اور دغه لمبې وروسته هغه پورته شوې چې د خوشحالۍ پر مهال د ډزو په پايله کې د برېښنا يو ټرانسفرمر ښکته ولوېد. په دغه انګړ کې چې د واده مراسم روان وو، بهر ته د وتلو يوازې يوه لار وه. راپورونه وايي ډېری کسان د برېښنا ټکانونو وژلي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .