هند کې توپان او بارانونو ۷ کسه مړه کړي

د خپريدو وخت: 07:36 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

د هند په جنوب ختیځ کې د توپان او سختو موسمي بارانونو له امله د اوو تنو مړینه تایید شوې ده.

په چنای کې ژغورونکې ډلې د هغو پنځو ورکو شویو کسانو لټون کوي چې د تیلو ټانکر یې له ښار سره نژدې وښویېد.

تر سلو زرو ډېر کسان د توپان تر ورسېدو مخکې له خپلو کورونو وتلي دي.

په ځپل شویو سیمو کې سړکونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او برېښنا پرې شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .