برما ته د نړېوال بانک ۸۰ ميليونه ډالره مرسته

د خپريدو وخت: 07:00 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

نړیوال بانک د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته د برما د پرمختیایي چارو لپاره منلې ده.

دا په تیرو ۲۵ کلونو کې په دې کچه کې لومړنۍ مرسته ده چې له برما سره کیږي.

بانک ویلي کله چې برما خپل اوسني پورونه پرې کړي، نو ۱۶۵میلیونه نور ډالر به هم د دغه هېواد د پرمختیایې پروژو لپاره برابري کړي. جاپان له دغه بهیر سره چې تمه ده د راتلونکي کال تر لومړیو پورې بشپړ شي، مرسته کوي.

د آسیا پرمختیایي بانک او نړیوال وجهي صندوق هم وروسته له هغه له برما سره د همکارۍ بهیر له سره پیل کړی چې دغه هیواد له څه باندې یوه کال راهیسې سیاسي اصلاحات پیل کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .