د نیویارک ښاروال د ولسمشر اوباما ملاتړ وکړ

د خپريدو وخت: 06:54 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ ویلي د امریکا په شمال ختیځ کې د ویجاړوونکي توفان وروسته دی د ولسمشراوباما پلوي کوي.

ښاغلي بلومبرګ چې یو پخوانی جمهوري غوښتونکی او دا مهال له سیاسي پلوه بې طرفه دی، تر دې وړاندې پر ښاغلي اوباما او د هغه پر سیال میټ رومني دواړو نیوکې کولې.

خو دی وایې د سنډي توپان پر وړاندې د چلند وروسته یې اوس پریکړه کړې چې د چاپيریال د بدلون سره د مقابلې په تړاو ښاغلی اوباما ښه انتخاب دی.

بارک اوباما په کلورادو ایالت کې د کمپاین پر مهال وویل چې تر اوسه یې د امریکا لپاره ټول پلانونه پای ته نه دي رسولي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .