بونیر کې ځانمرګي برید ۶ کسان ووژل

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - شنبه‬ 03 نومبر 2012 - 13 لړم 1391

د خېبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د (امن لشکر) مشر فاتح خان په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ویل کیږي، چې برید پر فاتح خان شوی، چې ډګرطبي مرکز ته څېرمه یې دفتردی. په وژل شویو کې د فاتح خان درې ساتونکي او یو لاروی شامل دي.

برید ګر د فاتح خان ګاډي ته له نژدې کېدو وروسته په ځان پورې تړلي باروت وچاودل. په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي، چې ځايي روغتون ته وړل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .