سوریه کې د هوايي اډې پر سر درنه جګړه شوې

د خپريدو وخت: 07:08 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

د سوریې په شمال کې دولتي ځواکونو او یاغیانو د یوه ستراتیژیک او مهمې پوځې هوايي اډې پرسر جګړه وکړه.
یاغیانو د تفتانز پر اډې په دې موخه برید وکړ چې له دغې اډې نه پر یاغیانو د دولتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسی.
یاغیان وايي دوی د دولتي ځواکونو پرضد هغه ټانکونه وکارول چې له هغوی نه یې نیولي دي. د سوریې دولتي رسنۍ وايي په جګړه کې یاغیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. تازه راپورونه وايي سیمې ته نور دولتي ځواکونه هم استول شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .