نیویارک والي پرخلکو غږ کړی چې وراخطا نه شي

د خپريدو وخت: 07:04 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

په داسی حال کې چې په نیویارک کې خلک د تیلو او بریښنا له کمښت سره مخ دي، د نیویارک والي پرخلکو غږ کړی چې وراخطا نه شي.

والي اندریو کیمو وویل د دفاع وزارت به د تیلو ګرځنده ټانکونه جوړ کړي چې پر خلکو وړیا تیل وویشي.


د نیویارک په نیمايي برخه کې د بریښنا سسټم بیا فعال شوی خو نهه سوه زره کسان لا اوس هم بریښنا نه لري.


په نیو جرسي کې پر خلکو د پټرولو ویش پیل شوی او هر موټر چلوونکی اجازه لري چې یو ورځ ترمنځ د خپل موټر ټانکی ډکه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .