ملګري ملتونه وايي ایران ورسره همکاري نه کوي

د خپريدو وخت: 07:43 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار اداره وايي، ایران د هغې ادعا په اړه په څیړنه کې همکاري نه کوي چې وايي تهران په پټه اتومي وسله جوړوي.
د نوموړې ادارې مشر یوکیو امانو د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وویل داسي کره معلومات شته چې ایران هغسې اعمال ترسره کړي چې د یوه اتومي توکي د جوړولو لپاره ترسره کیږي.

ښاغلي امانو وویل له تهران نه یې په دې هکله د سپیناوي غوښتنه کړې خو تراوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر ویلي د اتومي انرژۍ د څار د ادارې ادعا د اسراییل او امریکا د ناسمو راپورونو پر بنسټ شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .