د روسیې ولسمشر د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ

د خپريدو وخت: 09:55 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل هېواد د دفاع وزیر اناتولي سردیوکوف له دندې ګوښه کړی او پر ځاي یې د پلازمېنې مسکو والي سرګي شوګو ته د دفاع وزارت چارې سپارلې دي. دوې اونۍ مخکې پر اناتولي سردیو کوف تور ولګید، چې د روسیې د دفاعي تجهیزاتو د خرڅلاو په لړ کې یې درغلۍ کړې. والي سرګي شوګو له دې مخکې په خپل هېواد کې د بېړنیز حالت د اقداماتو د وزیر په توګه دنده تر سره کړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .