په امریکا او اروپا کې د ونډو بازار سخت رالوېدلی

د خپريدو وخت: 04:40 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

د امریکا په متحدو ایالتونو او اروپايي هېوادونو کې د ونډو بازار په شدت سره رالوېدلی دی.

په نیویارک کې د ډاو جونز ونډې تقریباً په سلو کې دوه نیمې رالوېدلې دي، او د اروپا په مهمو بازارونو کې هم وضعیت دې ته ورته دی.

د بي بي سي خبریال وايي، د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته، اوس ډېر پام هغو ستونزو ته اړول شوی، چې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او اروپايي هېوادونو په مخ کې پرتې دي.

پانګه وال له دې اړخه اندېښمن دي، چې ګني د مالیاتو ډېرول او د لګښتونو کمول به د روان کال په پای کې عملي بڼه غوره کړي.

دا امکان شته، چې د امریکا متحدو ایالتونو کې یوځل بیا د ونډو بازار سخت راولوېږي.

وړاندوینې د اروپايي اقتصاد د ودې په مخ کې د ستونزو د راټوکېدو اټکل کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .