ګواتیمالا کې زلزلې ۵۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 04:47 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

د ګواتیمالا ولسمشر ویلي چې ۵۰ کسان د یوې قوي زلزلې په پایله کې وژل شوي او ګڼ نور ورک شوي دي.

د ژغورنې ډلې د هغو وګړو د رایستلو او ژغورلو هڅې کوي، چې د خپلو نړېدلو کورونو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

د هغو کسانو لپاره سرپناوې، چې کورونه یې ویجاړ شوي، پرانیستل شوې دي.

ډېری مرګ ژوبله د زلزلې مرکز ته څېرمه په سان مارکوس سیمه کې اوښتې ده، چې هلته ودانﺉ نړېدلې او ګاډي د تیږو له لویو تختو لاندې شوي دي.

د امریکا د ځمکې پېژندنې د ادارې ارزونې ښيي، چې د شوې زلزلې شدت د ریختر په کچه اووه اعشاریه څلور درجې و.

د ګواتیمالا ولسمشر اوتو پرز مولینا ویلي چې:

''هغه څه چې موږ یې باید وکړو، دا دی چې له عمومي او خصوصي ودانیو خلک راوباسو چې هلته ګڼ خلک بند پاتې دي؛ ځکه کله چې په دې شدت سره زلزله کېږي، د بیا تکرارېدو احتمال یې هم شته.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .