اسلام ته سپکوونکی په یو کال بند محکوم شو

د خپريدو وخت: 04:54 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

د امریکا متحدو ایالتونو اسلام ته د سپکوونکي فلم جوړوونکی په یو کال بند محکوم کړ.

مارک بیسلي یوسف د وینا له ازادۍ په ناوړې ګټې اخیستو او یوه بل جرم مجرم وپېژندل شو.

هغه په دې وروستیو کې د "مسلمانانو بې ګناهي" په نامه اسلام ته له سپکاوي ډک فلم جوړ جوړ، چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې پرضد لاریونونه وشول.

دغه مجرم دوه کاله مخکې هم د جعلي بانکي اسنادو په جوړولو تر تورنېدو وروسته په دوو کالو حبس محکوم شوی و.

خو یو کال وروسته، مخکې له دې چې د بند موده بشپړه کړي، خوشی شو.

دغه مصری الاصله امریکایی هغه مهال په مشروط ډول خوشی شوی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .