امریکايي مشران د بودیجې پر کسر غږېږي

د خپريدو وخت: 04:34 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د بارک اوباما تر ټاکل کېدا څو ساعته وروسته، نوموړي د امریکا د کانګرس مشران د دغه هېواد د بودیجې د کسرپر سر د خبرو لپاره راغوښتي دي.

په کانګرس کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو مشر جن بوینر ویلي چې هغه د سم لاسي حل لپاره له دیموکراتانو سره ګډ کار ته چمتو دی.

خو زیاتوي چې لوړو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ښاغلی بوینز زیاتوي، چې د دولت د عوایدو له ډېرېښت هرکلی کوي، خو یوځل بیا د مالیو د ډېرولو په تړاو د ولسمشر د هغه پروګرام په تړاو، چې پر ډېرو عواید لرونکو کسانو دې مالیه ډېره شي، مخالف دی.

بارک اوباما مشترکه همکاري ممکنه بولي:

''زه باور لرم چې کولی شم په راتلونکي کې سره یو شو؛ ځکه موږ د خپلې تګلارې په رڼا کې له یو بل څخه جلا نه یو.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .