د ارجنټاین زرګونو خلکو د حکومت ضد احتجاج کړی

د خپريدو وخت: 04:58 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

د ارجنټاين پلازمېنې پوينس ايرس کې زرګونه خلک سړکونو ته وتلي چې د ولسمشرې کرسټينا فرنانډېز حکومت پر وړاندې احتجاجونه وکړي.

مخالفو فعالانو د لاريون تنظيمونې په موخه، چې هيله لري د کلونو موده کې به تر ټول سترې حکومت ضد مظاهرې وي، ټولنيزې شبکې کارولې دي.

احتجاجيان وايي دوی د پيسو لوړېدونکي پړسوب، د جرمونو لوړې کچې او هم د لوړې کچې فساد قضيو نه په تنګ شوي دي.

ولسمشره کريستينا فرنانډېز يو کال مخکې د دوهمې دورې لپاره بيا وټاکل شوه، خو له هغه راهيسې يې د ملاتړ کچه لوېدلې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .