اوباما برما ته سفر کوي

د خپريدو وخت: 04:54 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

سپينې ماڼۍ اعلان کړی بارک اوباما به لومړی امريکايی ولسمشر وي چې برما ته سفر کوي.

ښاغلی اوباما به د روانې مياشتې په پای کې د خپل دغه سفر پر مهال له ولسمشر تېن سېن او د برما له مخالفې مشرې انګ سان سوچي سره ليده کاته لري.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت کې بي بي سي خبرياله وايي دغه سفر د ولسمشر اوباما ادارې د ۴ کلنو هلو ځلو پايله ده چې برما يې په کې ځان پرانيستنې ته هڅوله.

د جنوبي اسيا يو وخت ګوښی دغه هېواد اوس د ګړنديو سياسي اصلاحاتو بهير کې بوخت دی.

د ولسمشر اوباما دغه اسيايۍ دوره کې به کمبوديا ته د امريکا يو ولسمشر لومړی سفر هم شامل وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .