ترکيه: هیلیکوپتر وغورځېد ۱۷ پوځیان وژل شوي

د خپريدو وخت: 12:16 گرینویچ - شنبه‬ 10 نومبر 2012 - 20 لړم 1391

د ترکیې په سویل ختیځ کې د یوه هیلیکوپتر غورځېدو له امله ۱۷ پوځیان وژل شوي دي. دغه پېښه په سریت ایالت کې رامنځ ته شوه. د یاد ایالت والي احمت ایدین وايي پېښه د ناسمې هوا له امله وشوه. د نوموړي په خبره وژل شوي پوځیان د ترکیې د ځانګړي ځواک غړي وو. د ترکیې پوځ د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د کرد یاغیانو په ضد پوځي عملیات کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .