ایران:د بهشتي د مړینې څېړلو په اړه کمېسیون جوړ شو

د خپريدو وخت: 13:06 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

د ایران پارلمان د ویبلاګ لیکونکی ستار بهشتي د مړینې د څیړنو په تړاو یو کمیسیون جوړ کړی دی.
د ایران د حکومتي خبري آژانس په وینا د پارلمان مرستیال وروسته تر هغه د بهشتي د وژنې په اړه د یوه راپور د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه چې یو شمېر ولسي استازو د بهشتي د وژنې په هکله د نړیوالو رسنیو د رپوټونه موضوع مطرح کړه.

ښاغلی بهشتي چې د خپل ویبلاګ له لارې یې د ایران پر حکومت نیوکې کولې، د پولیسو په توقیف کې مړ شو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .