مالي ته د لوېدېځې افریقا ګډ ځواکونه لېږل کیږي

د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

د لويديځې افريقا مشرانو سلا کړې چې مالي ته تر درې زره ډېر عسکر واستوي چې له اسلامپالو ياغيانو د هيواد د شمالي برخو دبيرته نيولو هڅه وکړي.

نايجريا کې د سيمه ييزې سرمشريزې پرمهال ، مشرانو وويل مالي کې د ترهگرو او نړيوالو جنايي ډلو د ځپلو لپاره دغو ځواکونو ته اړتياده.

خو له دې سره جوخت دوى داهم وويل لاهم هيله لري چې کېداى شي دغه لانجه د خبرو اترو له لارې هواره شي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .