د چین کمونېست ګوند غونډه پای ته رسوي

د خپريدو وخت: 09:30 گرینویچ - چارشنبه 14 نومبر 2012 - 24 لړم 1391

د چین کمونېست ګوند کانګرس د نوي مشرتابه تر پېژندلو یوه ورځ مخکې خپله غونډه پای ته رسوي. په بیجینګ کې د بي بي سي خبریال وايي د غوراوي بهیر به ډېر دقیق وي، داسې چې په اړه یې هیڅ راز پوښتنه پیدا نه شي.

د شاوخوا دوه زرو استازو کار لومړی د مرکزی کمیټې دغړو ټاکل او بیا ددغې کمېټې د غړو له ډلې د مرکزی بېرو غړي غوره کیږي. دغه چارې به د پنجشبنې په ورځ ترسره شي. اټکل دی چې د چین د ولسمشر مرستیال شه جین پینګ به د ولسمشر هوجین تاو ځای ناستی شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .